د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې ټول ګوندیز کنفرانس پر ډیورنډ کرښه د ټولو سوداګریزو لارو د پرانېستلو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې دا لارې د سیمې د سوداګرۍ لپاره مهمې دي.
ددغه کنفرانس هدف، چې د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت په غوښتنه رابلل شوی و او ددغه ایالت ټولو سیاسي ګوندونو پکې ګډون کړی و، د ایالت د امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو په اړه بحث او د حل لارې موندل ګڼل شوي.
په کنفرانس کې د یاد ایالت پر کړکېچن امنیتي وضعیت چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د ډېرو امنیتي پېښو شاهد دی، هم خبرې شوې دي.
د کنفرانس یوه مهمه موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه ګډه سوداګري وه، چې اوس مهال د لارو د بندېدو له امله زیانمنه شوې ده.
په پېښور کې د افغانستان انټرنشنل خبریال وايي، سیاسي مشرانو ټینګار وکړ، چې پر کرښه پرتې ټولې لارې باید د سوداګرۍ لپاره پرانېستل شي.
ګډونوالو پر هغو اضافي مالیاتو نیوکه کړې، چې ایالتي حکومت پر افغان سوداګرۍ لګولې دي او غوښتنه یې وکړه، چې د اقتصادي فعالیتونو د احیاء لپاره دغه مالیې باید لغو شي.
کنفرانس د قبایلي سیمو د بېځایه شویو خلکو پروضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او غوښتي یې دي، چې دوی ته باید خپلو کورونو ته د عزتمندانه ستنېدنې لارې او اسانتیاوې برابرې شي.
د خیبر پښتونخوا سیاسي مشرانو له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د مالي سرچینو د وېش په تړاو د اوږدې مودې شکایتونه حل کړي. هغوی د پخوانۍ فاټا لپاره د درې سلنه تخصیص شوي فنډ چې له پنځو کلونو راهیسې ځنډول شوی، د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د کنفرانس په اعلامیه کې سیاسي مشرانو د پښتنو د حقونو د خونديتابه غوښتنه کړې او له مرکزي حکومت یې غوښتي چې د دوی خپلواکي ته درناوی وکړي او په نورو سیمو کې دې د دوی د ځورونو مخه ونیسي.
د خیبر پښتونخوا د ټولو ګوندونو په دغه کنفرانس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته، چې د پاکستان میشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، بلنه نه وه ورکړل شوې.