د بنګله دېش د جنګي جرمونو محکمه د شیخ حسینې خلاف دوسیې څېړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د بنګله دېش د جنګي جرمونو محکمې پلټونکې ډلې د دوشنبې په ورځ وویل، دغې محکمې چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له‌خوا جوړه شوې؛ د هغو ناکراریو په اړه چې هغه یې تېښتې ته اړ اېستې وه، د "ډله‌ییزې وژنې" درې څېړنې یې پیل کړې دي.»

د شیخ حسینې د ۱۵ کلنې استبدادي واکمنۍ پر ضد د زده‌کړیالانو په مشرۍ د لاریونونو په ترڅ کې تر ۴۵۰ ډېر کسان ووژل شول، چې ډېر یې د پولیسو د ډزو له امله وژل شوي دي.
د محکمې د څېړنې څانګې مرستیال عطا الرحمن وویل:« موږ په دې پړاو کې لومړني شواهد راټولوو او قضیې د "ډله‌ییزې وژنې" سره تړاو لري.»
هغه وایي، قضیې د پلازمینې ډاکه په شاوخوا یا نږدې ولسوالیو کې په میرپور، منشي ګنج او ساور کې د تاوتریخوالي سره تړاو لري.
د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، په ټول بنګله دېش کې د سیمه‌ییزو پولیسو په حوزو کې د شیخ حسینې خلاف لږ تر لږه ۱۵ قضیې ثبت شوې دي.
د بنګله دېش د جرمونو نړۍواله محکمه په ۲۰۱۰کال کې د شیخ حسینې له‌خوا د دغه هېواد د ازادۍ جګړې پرمهال د جرمونو د پلټنو لپاره جوړه شوې وه.
د حسینې په مشرۍ دغې محکمې د هغې د څو سیاسي مخالفینو په ګډون له ۱۰۰ څخه ډېر کسان په اعدام محکوم کړي وو.
د شیخ حسینې حکومت د بشري حقونو په پراخه سرغړونو تورن و، چې په کې د هغې د زرګونو سیاسي مخالفینو وژنې هم شاملې دي.
ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وویل، داسې پیاوړې نښې نښانې شته چې ښیي د بنګله دېش امنیتي ځواکونو د زده‌کړیالانو په مشرۍ د لاریونونو د مخنیوي لپاره غیر ضروري ځواک کارولی دی.
په ادعا شویو سرغړونو کې غیر قضایي وژنې، په خپل سر نیول او بندیانول، جبري ورکېدل، ربړوونه او ناوړه چلند شامل دي.

نور خبرونه

رادیو