امریکا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په اړه د اوکراین غوښتنه ارزوي

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس ویلي، چې امریکا به د لرې واټن ویشتونکو توغندیو «تاماهاک» په اړه د اوکراین غوښتنه و ارزوي. تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له امریکا نه د لرې واټن ویشتونکو توغندیو غوښتنه کړې وه.

جې ډي وېنس همدا راز ویلي، چې د اوکراین د غوښتنې اروزنه به وشي؛ خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوي. تاماهاک توغندي تر ۲۵۰۰ کیلومټره پورې واټن په نښه کولای شي.

نور خبرونه

رادیو