امریکا او سوېلي کوریا د ویزو د ورکړې لړۍ په اړه ناسته کوي

۲ ساعتونه مخکې

امریکا او سوېلي کوریا د ویزو د ورکړې لړۍ په اړه ناسته کوي. د سوېلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، چې دغه ناسته به سبا د دواړو خواوو ترمنځ جوړه شي.

یاد وزارت ویلي، هڅه کېږي چې په امریکا کې د سوېلي کوریا د سلګونه وګړو د نیولو مسلې ته په دغه خبرو کې د حل لاره وموندل شي.

د راپورونو پربنسټ؛ د روانې سپټمبر میاشتې په لومړیو کې د امریکا په جورجیا ایالت کې د کوریايي کارکوونکو پر ځینو کارځایونو پراخ عملیات ترسره شول، چې له کبله یې سلګونه کوریايي کارګر د ویزو او قانوني اسنادو نه لرو له کبله ونیول شول.

نور خبرونه

رادیو