د ایران ولسمشر د خپلې وړاندېز شوې کابینې د غړو نوملړ د دغه هېواد پارلمان ته ولېږه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۱

د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان په وړاندېز د کابینې وزیران د باور رایو د ترلاسه کولو په موخه اسلامي شورا ته ور وپېژندل شول.

راتلونکې اونۍ به ددغو کسانو د صلاحیتونو د څېړونو په موخه ناسته پیل شي.

د دغه نوملړ پر بنسټ، عباس عراقچي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه معرفي شوی دی.

همدا راز اسماعیل خطیب د اطلاعاتو د وزیر په توګه وړاندیز شوی دی.

عراقچي د حسن روحاني په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف مرستیال و او له لوېدیځ سره یې د اټومي خبرو اترو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

خطیب د ابراهیم رییسي په حکومت کې د اطلاعاتو وزیر و او د قاسم سلیماني د تلین په مناسبت په کرمان کې د چاودنې او د سلګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو او همدا شان په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په څېر پیښې د هغه په دوره کې رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، عبدالناصر همت د اقتصاد د وزیر په توګه د پزشکیان له خوا ولسي جرګې ته معرفي شوی دی.

نوموړی پخوا په ۱۴۰۰ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و او د ایران د مرکزي بانک مشر هم و.

نور خبرونه

رادیو