حماس ویلي، چې د غزې مشر یحیی سنوار یې د خپل مشر په توګه نومولی دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۷

حماس د سه شنبې په ورځ وویل، چې (د جولای په ۳۱مه) په تهران کې د اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته یې د غزې مشر یحیی سنوار د دغې ډلې مشر وټاکه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د حماس له نوي ټاکل شوي سیاسي مشر یحیی سنوار څخه وغوښتل، چې په غزه کې اوربند ومني.
هغه وایي، چې سنوار پر اسراییل د اکټوبر د اوومې نېټې د پراخه برید اصلي طراح و.
بلېنکن له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي، چې هغه د اوربند په برخه کې لومړنی پرېکړه کوونکی و او لاهم لومړی پرېکړه کوونکی دی.
هغه زیاته کړې:« زه فکر کوم، چې دا یوازې د هغه په لاس کې ده چې پرېکړه وکړي چې ایا د ډېرو نهیلي شویو فلسطیانو سره چې اوربند یوه اړتیا ده غاړه ږدي کنه؟.»
اسماعبل هنیه (د جولای په ۳۱مه) په یوه برید کې په تهران کې ووژل شو.

نور خبرونه

رادیو