رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په عراق کې پر یوې امریکایي پوځي اډې توغنديز برید کې څو تنه امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.
امریکايي چارواکو د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې برید د عین الاسد پر هوايي اډې شوی دی.
په دغه برید کې دوه توغندي پر دغه هوايي اډې توغول شوي، چې یو یې د اډې دننه لګېدلی چې ګڼ شمېر امریکايي سرتېري په کې ټپیان شوي دي.
خو له بل پلوه بیا العربیه خبري اژانس د عراقي امنیتي سرچینو په حوالې راپور ورکړی، چې پر دغې اډې اته توغندي توغول شوي چې د ځینو یې هدف ته له رسېدو مخکې مخه نیول شوې ده.
امریکايي چارواکو ویلي، چې له برید وروسته د دوی پلټنې او ارزونې روانې دي.
لاتراوسه د دغه برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په منځني ختیځ کې د اسراییل لهخوا پر فلسطینیانو له برید وروسته په سیمه کې کړکېچ زیات شوی دی.
تېره اونۍ هم اسراییل په تهران کې د حماس سياسي مشر اسماعيل هنيه وواژه، چې وروسته ايران د اسراییل پر ضد د غچ اخېستنې اعلان وکړ.