په هرات کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۱

اسلامي جمعیت ګوند، امرالله صالح، ریچارډ بېنټ او په کابل کې د ترکیې سفارت د هرات ولایت په امام زمان جومات کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید غندلی دی.

اسلامي جمعیت ګوند د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۱مه) پر خپل اېکس لیکلي؛ دا برید د دې ښکارندویي کوي، چې افغانستان د ترهګرو په امن ځاله بدله شوې دی.

اسلامي جمعیت دغه راز ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت دوام د دې لامل شوی، چې په هېواد کې ترهګریز فعالیتونه زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د تېر جمهوري دولت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د هرات ولایت د برید په غبرګون ویلي؛ دا وروستی برید نه دی، چې پرې ماتم ونیول شي؛ خو پر وړاندې یې قیام کېدای شي.
نوموړی وایي: "طالب د شیعه ګانو مشروعیت، حیثیت او منزلت په نښه کړی او داعش ډلې یې جسم."
له دې سره؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم په خپل اېکس کې د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو یاد ترهګریز برید غندلی دی.
ریچارډ بېنټ ویلي، چې ټول افغانان په ارامۍ کې د عبادت کولو حق لري او باید له ډار پرته د سولې لپاره دعا وکړي.
په کابل کې د ترکیې سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې ده.
په اعلامیه کې راغلي: "په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان پر جومات د برید له امله ګڼ شمېر بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي، مونږ په هر ډول ترهګرۍ لعنت وایو."
تر دې وړاندې یوناما، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم د هرات ولایت د شیعه مذهبو پر جومات برید غندلی دی.
دغه پېښه تېره شپه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اندېشه ښارګوټې کې د امام زمان جومات پر لمونځ کوونکو د موټر سایکل سپرو د ډزو له امله رامنځته شوه، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د یادولو ده، چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې.

نور خبرونه

رادیو