ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې امریکا له افغانستانه په وتلو سره افغانانو سره خیانت وکړ.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې ده، چې اوس کانګرس کولی شي د کډوالۍ د وېزو پروګرام پراخ کړي، ترڅو په افغانستان کې د واشنګټن همکاران هېر نه شي.
دې ورځپاڼې د اپرېل د نهمې په سرمقاله کې لیکلي، چې له طالبانو سره د دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې له هغو افغانانو سره چې د دې ډلې د غچ اخیستو په اړه اندېښمن وو، ژمنه شوې وه چې امریکا ته به یې لېږدوي.
د ورځپاڼې له نظره؛ په افغانستان کې د امریکا دغو سیمه ییزو همکارانو ته د کډوالۍ د ۱۲۰۰۰ ځانګړو وېزو د ورکړې تصویب یوازې کولی شي د دغو همکارانو پر وړاندې د امریکا د مسوولیتونو د عملي کولو یوه پلمه وي.
سنټر ډیلي ټایمز په ټینګار سره ویلي، د امریکا مسوولیتونه تر اوسه پای ته نه دي رسېدلي او د مارچ تر لومړۍ پورې هغه ۸۰ زره کسان چې د کډوالۍ د ځانګړو وېزو لپاره پېژندل شوي وو، یوازې یو پر څلورمه برخه کارونه یې په دې برخه کې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
د سرمقاله لیکونکي په باور؛ امریکایي چارواکي له نظری موخو کولی شو، چې امریکا ته د لېږد په برخه کې په افغانستان کې د خپلو سیمه ییزو همکارانو غوښتونلیکونو ته دوام ورکړی وای او له بشردوستانه ویزو څخه یې استفاده کړې وای، خو په دې برخه کې د فشارونو د کمولو لپاره زمینه هم برابره وه.
ورځپاڼې زیاته کړې، ددې هڅو د کمولو په صورت کې شونې وه چې زرګونه کسان سرګردانه پاتې شي یاد د طالبانو له ځورولو ان تر دې بدتره وضعیت سره مخ شوي وای.
د سنټر ډیلي ټايمز ليکوال د کډوالۍ ځانګړې وېزې د "درد د کمولو" لپاره مهمې بللي او زياته کړې يې ده، چې د دغه پروګرام دوه کلن تمديد د دې ډول وېزو د صادرولو له اړتيا څخه ډېر کم دى.
د امریکا د سنا غونډې تېر کال تر ۲۰۲۹ کال پورې د کډوالۍ د ۲۰ زره ځانګړو ویزو د صادرولو د پلان ملاتړ وکړ، خو په پای کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکو دوو کلونو کې به ۱۲ زره ویزې صادرې شي.
د دغې امریکايي ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي زیاته کړې؛ هغه زرګونه افغانان چې په ۱۴۰۰ میلادي کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته انتقال شوي، د کډوالۍ د ویزو د ترلاسه کولو وړ نه دي.
د امریکا د کانګرس قانون جوړوونکو په ځلونو پر قانوني اسنادو بحثونه کړي چې په دې هېواد کې د دوی لپاره په قانوني توګه د پاتې کېدو لاره پیدا کړي.
د یادولو ده، چې اوسمهال د زرګونو کسانو غوښتنلیکونه رسېدګي ته په تمه دي.