په استانبول کې پر یوې کلیسا د وسله وال برید له امله یو کس وژل شوی دی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۸

د ترکیې کورنیو چارو وزیر وايي، نن د استانبول په سانتا ماریا ښار کې وسلوالو پر یوه کلیسا برید کړی، چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.

علی یارلی‌کایا په ایکس پاڼه کې لیکلي چې مخپټو کسانو د ورځې په ۱۱:۴۰ بجو د ساریار بویوک‌ دره کې پر یوې کلیسا برید کړی دی.

علی یارلی‌کایا زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته استول شوي او د دوو مخ پټو کسانو د نیولو لپاره د پلټنې عملیات هم پیل شوي دي.

د دې پېښې د څرنګوالي او د وژل شوي کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

نور خبرونه

رادیو