په اندونیزیا کې د ښوونځي د چت نړېدو له امله د مړو شمېر ۱۴ ته لوړ شو او ۴۹ کسان ورک دي

۴ ساعتونه مخکې

اې اېف پي خبري اژانس نن شنبه د (تلې ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په اندونیزیا کې د څو پوړیز ښوونځي د چت نړېدو له امله د مړو شمېر ۱۴ ته لوړ شو او ۴۹ نفره اوس هم ورک دي.

د خبر له مخې، ژغورونکې ډله د لویو ماشینونو په وسيله هڅه کوي، چې خلک له نړېدلي ښوونځي څخه راوباسي. په خبر کې د چارواکو له خولې ویل شوي، چې اوس هم ۴۹ کسان ورک دي.

څېړونکي د پېښې لامل د ښځوونکي کمزوری او د بې کیفیته ودانۍ جوړښت بولي. د دې ښوونځي چت تېره دوشنبه د ماسپښین د لمانځه پر مهال ونړېد.

نور خبرونه

رادیو