الجزیره شبکې نن شنبه (د تلې ۱۲مه) لیکلي، تر اوسه معلومه نه ده، چې کله ټرمپ وینا ته چمتو کېده د پخوا برعکس په غزه کې شپه ارامه وه. اسراييلي بریدونه هغه مهال ودرېدل، چې حماس د ټرمپ شل ماده يي پلان ومانه.
الجزیزه شبکه وايي، چې د غزې په شمالي برخه کې اوس هم لوګي پورته کېږي، دغه ډول د موټرو غږ او سپکو وسلو خال خال ډزې اورېدل کېږي.
د فلسطین د کورواکي حکومت مشر محمود عباس وویل، نن په غزه کې د پخوا په پرتله ډېره ارامه ده، هیله ده چې دا ارامي به بشپړ اوربند ته لاره اواره کړي، خو موږ نه پوهېږو چې بشپړ اوربند به کله وشي.