هندي رسنیو راپور ورکړی، هند د افغانستان له اړخه د طالبانو شارژدافیر بدرالدین حقاني ته بلنه ورکړې چې د دغه هېواد د جمهوریت د ورځې په لمانځغونډه کې برخه واخلي.
دغه لمانځغونډه په ابوظبي کې د هند سفارت لهخوا ترسره کېږي.
سرچینو انډیا ټوډي رسنۍ ته منلې، چې حقاني ته بلنه د معیاري ډیپلوماتیکو کړنلارو له مخې ورکړل شوې ده.
د هند سفارت هرکال د جمهوریت د ورځې په لمانځلغونډه کې ټولو په رسمیت پېژندل شويو سفیرانو ته بلنه ورکوي؛ خو هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلای.
بدرالدین حقاني د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د اماراتو د شارژدافیر په توګه وټاکل شو.
نوموړی د جلال الدین حقاني زوی او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی.