په چین کې د ځمکې ښوېدنې له امله اته کسان مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲

د چین په یون نان ولایت کې د دوشنبې په ورځ د ځمکې ښوېدنې له امله اته مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي، چې په واوره او یخنۍ کې یې د ژغورنې عملیات دوام لري.

د چین دولتي ټلویزیون سي سي ټي وي د راپور له مخې؛ لږ تر لږه د ۱۸ کورنیو څخه ۴۷ کسان لادرکه دي.

سیمه ییزو دولتي رسنیو ویلي، چې د اتو ورکو شویو کسانو جسدونه د دوشنبې په ماسپیښین موندل شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا؛ دوه نور کسانو پر سر او بدن د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سویل لویدیځ ښار ژاوټونګ دوه کلیو کې ځمکه راښوېدلې، چې د غره په لمن کې جوړ کورونه یې لاندې کړي دي. عیني شاهدانو ویلي، چې دغه پېښه سهار وختي رامنځته شوې او لسګونه کسان له خاورو لاندې بند پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو