په عراق کې د امریکا پر پوځي اډې د توغندیو برید شوی

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۳۰

یو امریکايي چارواکي تایید کړې چې په عراق کې د عین الاسد پر پوځي اډه څو بالسټیک توغندي لګیدلي دي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې پر دې اډې د توغنديو برید کې ځینې امریکايي کارکوونکو سربیرن ټپي شوي‌، خو د عراق د امنیتي ځواکونو یو غړی سخت ټپي شوی دی.

خو ځینې رپوټونه وايي، چې په دغه برید کې د عراق د امنیتي ځواکونو څو غړي سخت ټپیان شوي دي.

د العربیه خبری اژانس د راپور له مخې، ځینې توغندی د هوایي دفاعي سیسټم له خوا شنډ شوی خو ځینې نور په دغه اډه، چیرې چې امریکایی ځواکونه دیره دي، لګېدلی دي.

یوې امنیتي سرچینې العربیه ته ویلي، چې د شنبې په ورځ د عین الاسد پر اډې تر شلو زیات توغندیو لګیدلي دي.

په راپور کې راغلي، چې دغه توغندي له سلو کيلومټره واټن څخه پر دغې اډې توغول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو