حال‌وش د ایران پر سیستان او بلوچستان سیمو د توغندیز برید خبر وکړ

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۲۸

حال‌وش خبري اژانس چې د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، د ایران پر دغه ولایت د توغندیز برید خبر ورکړی دی.

حال‌وش لیکلي چې د «سروان په ښار کې یو شمېر کورونه» د «نامعلومه توغندیو» له خوا ویشتل شوي دي. ځینو راپورونو پر ایران د پاکستان د برید خبر ورکړی.

يو شمېر پاکستاني خبریالاو هم نن پنج شنبه (د مرغومي ۲۸مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستاني پوځ له لوري د ایران په سروان کې د بلوچ بیلتون غوښتوونکو په ځینو مرکزونو بریدونه شوي.

د پاکستان او ایران حکومتونو تر اوسه پورې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

وړمه ورځ سې شنبه (د مرغومي ۲۶مه) تسنیم خبري اژانس چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو اړوند اژانس دی، د پاکستان پر خاوره د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په دغه برید کې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه (د مرغومي ۲۷مه) په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه بریدونو کې چې د دغه هيواد د بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه شوي دوه ماشومان وژل شوي او درې ماشومانې ټبیانې دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي چې د پاکستان پر حاکمیت شوی برید په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی او ایران یې باید ځواب ته په تمه شي.

وروسته له هغې چې ایران د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر خاوره خپل هدفونه په نښه کړل، چین پر پاکستان او ایران غږ کړی، چې باید له زغم کار واخلي او له کړکېچ زیاتوونکو ګامونو ډډه وشي.

نور خبرونه

رادیو