د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران په مونیخ کې د کډوالو د اېستلو په اړه غونډه کوي

۳ ساعتونه مخکې

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د جرمني په مونیخ ښار کې سره راټولیږي، څو د کډوالۍ پر تګلارو، په ځانګړې توګه د کډوالو د اېستلو په اړه بحث وکړي.

په دې غونډه کې به د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د بهیر او له اروپايي ټولنې څخه بهر د اېستلو مرکزونو د جوړولو په اړه هم بحث وشي.

د جرمني د رسنیو د راپور له مخې، دا غونډه به نن (شنبه) ماسپښين مهال ترسره شي. د فرانسې، ایټالیا، پولنډ، ډنمارک، سویډن، هالنډ، بلجیم او لوګزامبورګ د کورنیو چارو وزیران او همدارنګه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمیشنر به پکې ګډون وکړي.

ځینې بحثونه به د اروپايي ټولنې څخه بهر د اېستلو مرکزونو باندې متمرکز وي.

دا مرکزونه په موقتي ډول د هغو کډوالو د ساتلو لپاره دي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې په اروپايي هېوادونو کې رد شوي دي.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د هغو هېوادونو موندل، چې د دغو مرکزونو کوربه‌توب ته چمتو وي، د پلان له اصلي ننګونو څخه شمېرل کېږي.

سربیره پردې، مرکزونه باید د اروپايي ټولنې د بشري حقونو معیارونو سره سم عمل وکړي.

د جرمني حکومت د سوریې له نوي حکومت او طالبانو سره د کډوالو د بېرته راستنیدو لپاره خبرې پیل کړې دي.

د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې ویلي چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو موضوع به په ځانګړي ډول د مونیخ په غونډه کې بحث شي.

نور خبرونه

رادیو