د جاپان په شمال کې د ژغورنې د ډلو په مرسته له زلزلې پنځه ورځې وروسته یوه ۹۰ کلنه ښځه د یوه کور د خارو له انباره ژوندۍ را و ایستل شوه.
په جاپان کې د تېرې دوشنبې ورځې زلزلې لږ تر لږه ۱۲۶ کسان مړه کړي او سلګونه ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.
له لومړۍ زلزلې وروسته چې د رېښتر په کچه ۷.۶ درجې وه، په لسګونو نورو زورورو زلزلو جاپان ولړزاوه.
ژغورونکې ډلې وايي، نړېدلو ودانیو او بندو سړکونه د ژغورنې او مرستې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
جاپان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو زیاتې زلزلې پکې کیږي.