حماس او اسراییل به د یکشنبې په ورځ د ټرمپ د طرحې په اړه غېر مستقیمې خبرې اترې وکړي

۲ ساعتونه مخکې

د مصر دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې حماس او اسراییل به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قاهره کې غېر مستقیمې خبرې اترې وکړي، ترڅو د یرغمل شویو او بندیانو خوشې کېدو تضمين وشي.

د القاهرې خبري اژانس چې د مصر له استخباراتو سره نږدې اړیکې لري، د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې دواړه پلاوي «سبا او بل سبا په قاهره کې د خبرو اترو پیل ته چمتو دي او د ټرمپ له وړاندیز سره سم د ټولو بندیانو او یرغمل شویو د تبادلې لپاره د شرایطو رامنځته کولو په اړه بحث کوي.»

نور خبرونه

رادیو