د کرم شالوم له لارې د بشردوستانه مرستو لومړۍ جوپه غزې تړانګې ته ورسېده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۶

د وای نټ خبري ویب پاڼې راپور ورکړی، چې د جګړو له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د بشري مرستو بار وړونکې لارۍ وتوانیدلې چې د کرم شالوم له لارې غزې تړانګې ته ننوځي.

دا لاره وروسته له هغه بنده شوه، چې حماس د تلې په ۱۵مه (د اکټوبر ۷مه) پر اسراییل برید وکړ.

ښي اړخه سیاستوال او د اسراییل د ملي امنیت وزیر ایتمار بنګویر د کرم شالوم د لارې په بیا پرانېستلو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې غزې ته د مرستو رسولو لپاره د دې لارې د کارولو پرېکړه د اسراییل په امنیتي کابینه کې له بحث پرته شوې ده.

پر غزې د بشري مرستو د بندښت په تړاو ګڼو هېوادونو، مګرو ملتونو او یو شمېر د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو نیوکې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو