طالبانو په عربي اماراتو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې دوی په متحده عربي اماراتو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړی او زیاتوي، چې له دې وروسته افغان مسافر کولی شي چې په اماراتو کې پاسپورټونه تر لاسه کړي.

ضیا احمد نن سې شنبه (د لړم ۱۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په فرمان په ابوظبۍ کې پیل کړی دی.

د روانې میاشت په لومړیو کې طالبانو په ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت ته خپل نوی استازی د سرپرست په توګه معرفي کړ او په کار یې پیل وکړ.

تر اوسه د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

نور خبرونه

رادیو