ترکیې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په بشري مرستو بار یو ریل ګاډی ولېږه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

ترکیې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۱۶مه) اعلان وکړ، چې په هرات کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په بشري مرستو بار یو ریل ګاډی استولی دی.

تمه ده، چې دغه اورګاډی به د ۴۲۰۰ کیلومتره واټن په وهلو سره په ۱۵ ورځو کې هرات ته ورسیږي.

د ترکیې د پېښو او بېړنیو حالاتو ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې دغه په دغه اورګاډی کې ۵۰۸ ټنه خوراکي توکي، خیمې، کمپلې، د حفظ الصحې مواد، ژمنۍ جامې، جنراتورونه، هیټرونه او د پخلنځي سامانونه بار دي.

د ترکیې د بشري مرستو کارګو د دغه هېواد د سرې میاشتې او ۲۶ خیریه موسسو او مرستندویه موسسو له خوا راټول شوي دي.

تر دې مخکې د ترکیې د دفاع وزارت دوه الوتکې د لټون او ژغورنې پرسونل له نورو بشري مرستو سره هرات ته استولې وې.

نور خبرونه

رادیو