ملګري ملتونه وايي، د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت د بندولو حکم د دې لامل شوی، چې کروندګرو د تریاکو له خرڅلاو څخه تر یو میلیارد ډالرو زیات عاید له لاسه ورکړي.
د دغه سازمان له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر وايي، چې د دغه فرمان له صادرېدو وروسته د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
کله چې د ۱۴۰۰ په اوړي کې طالبانو پر کابل واک ترلاسه کړ، افغانستان په نړۍ کې د تریاکو لوی صادرونکی او په اروپا او اسیا کې د هیروینو اصلي سرچینه وه.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال حمل په میاشت کې د مخدره موادو پر کښت او تولید بندیز اعلان کړ. د طالبانو دغه اقدام په سلګونو زره بزګرانو او د ورځ مزدو کارګرانو ته سخته ضربه ورکړه، چې د خپل ژوند د دوام لپاره یې د دې فصل په عایداتو تکیه کوله.
ملګرو ملتونو اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالی تایید کړی، کلیوالو ته د لا زیاتو مرستو او په دغه هېواد کې د کوکنارو پرته د راتلونکي لپاره د بدیل کښت پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي.
د نشه يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر اجرايوي مشرې غاده ولي په افغانستان کې د اپينو د توليد د کمښت هرکلى وکړ.
په ورته وخت کې هغه وویل، چې دا کمښت مهمې پایلې او خطرونه لري چې باید په پام کې ونیول شي.
مېرمن ولي ټینګار وکړ، چې نن ورځ د افغانستان خلک د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د ضایع شوي عاید پر ځای عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي؛ که څه هم د غنمو کرل په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني تر یوه حده راکمولای شي؛ خو د کوکنارو په پرتله د غنمو حاصل ډېر کم دی.