د ویزې او پاسپورټ د حتمي کېدو په وړاندې نن د سوېلي پښتونخوا په چمن کې اعتراضونه اوولسمې ورځې ته وغځېدل.
پرلت وهوونکي وايي پاکستاني چارواکو يې تر اوسه پورې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
دغه پرلت چې د سيمې ولسي خلکو، سوداګرو اتحاديې او سياسي ګوندونو له خوا د اکټوبر پر ۲۱مه پيل شوی و، پرلتوال له پاکستاني چارواکو غواړي چې دوی باید د پخوا په شان د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر دروازه په پاکستاني شناختي کارټ او افغان تذکرې د تګ و راتګ اجازه ورکړي.
د پاکستان حکومت له خوا د چمن پر لار د پاسپورټ او ویزې د حتمي کېدو له اعلان وروسته دغه پرېکړه د نومبر په لومړۍ نېټه عملي شوه.
اعتراض کوونکي یو ځل بیا ټینګار کوي چې پر دغې کرښې د تګ راتګ له پاره د پاکستان وروستۍ پرېکړه به د سیمې د زرګونو کسانو د اوزګارتیا لامل شي.
د چمن پر دغې فرضي کرښې چې له کلونو راهیسې سوداګري او تګ راتګ په آسانه توګه کېده، اوس د پاکستاني چارواکو د پرېکړې له مخې، له دغې کرښې څخه یوازې په پاسپورټ او ویزې سره خلک تېریدلی شي چې دا پرېکړه له پراخو اعتراضونو سره مخ شوې ده.
د پرلت کوونکو په خبره، دوی چې د ټولو ګوندونو ملاتړ له ځانه سره لري د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې به اعتراضونو ته دوام ورکوي.
په دغه پرلت کې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه مزدوران هم شته چې، هره ورځ به یې د چمن او سپین بولدک له لارې سوداګریز او د مساپرو سامانونه لیږدول.