د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې په راتلونکو اوو میاشتو کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د دې ادارې یوه مسوول وویل، چې په هرات کې زرګونه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
هسيایو وي لي پر اېکس پاڼې يو يادښت خپور کړی او ليکلي يې دي، چې په هرات کې پرله پسې زلزلې زرګونه کسان اغېزمن کړي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې، چې غوښتل شوې پیسې به له ۱۲۰ زرو کسانو سره د خوراکي توکو د مرستې او د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې لپاره ولګول شي.
په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام دغه چارواکی وايي، د هرات زلزلې د څه باندې ۱۵۰ زرو کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.
په هرات کې د تلې د ۱۵مې نېټې له زلزلې وروسته تر دوو زرو زیات کسان مړه او ګڼ شمېر کلي د ځمکې لاندې شول.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو، چې په دې زلزله کې د وژل شویو کسانو ۹۰ سلنه ماشومان او ښځې دي.