ملا برادر د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان سره په تهران کې ولیدل

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سره په تهران کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې ملا برادر او امیر عبدالهیان د افغانستان او ایران تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

دا په تېرو دوو کلونو کې ایران ته د ملا برادر لومړی سفر دی. ملا برادر له دې وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه تهران ته سفر کړی و.

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه ( د لړم په ۱۴مه ) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د ریاست لوزرا د اقتصادي مرستیال تر منځ په لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو او ټرانزیټ پر پراخوالي، د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابیلو سکتورونو کې د کډ کار په موخه تخنیکي کمېټو پر جوړولو هوکړه شوې ده.

د طالبانو پلاوي له ایران څخه غوښتي، چې د ایران له لارې صادارت او واردات زیات کړي او په دغه برخه کې اسانتیاوې راولي او ایراني بانګوال دې په افغانستان پانګونه وکړي.

په دغه لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو په اړه هم خبرې شوي دي او په دغه برخه کې د یوې کډې کمېټې د جوړیدو ژمنه شوې ده.

طالبان وايي؛ په دغه لیدنه کې د واخان کوریډور پر جوړولو او له دې لارې څخه پر استفادې دوړو لوریو ټینګار وکړ، دغه لار د دواړو هېوادونو په ګټه ده او توافق وشو، چې له دواړو لوریو څخه به د دې کار د چټکوالي او ښې همغږۍ لپاره مشترکې کمېټې جوړې شي.

له دې وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په وار - وار له طالبانو سره په خپلو ناستو کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی تېره شنبه (د لړم ۱۳مه) د ایران په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی.

د طالبانو ریاست الوزرا پر اېکس پاڼه د دغه پلاوي د سفر موخه له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورت، زېربناوو، اوسپنې پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې بللې دي.
د طالبانو ریاست الوزرا همدارنګه لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر به د خپل دغه سفر په لړ کې د ایران دولت او خصوصي سکټور ته په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ټرانسپورت او صنعتي سکټور په برخو کې د پانګونې بلنه ورکړې.
په تېرو شلو کلونو کې له یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران سره د طالبانو د اړیکو تورونه پورې کېدل؛ خو ایران تل دغه تورونه رد کړي وو.
اوس سره له دې، چې د طالبانو حاکم نظام د هېڅ یو بهرني هېواد له‌ خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو طالب چارواکي د ایران په ګډون پاکستان، چین، روسیې او د ترکیې په شان هېوادونو ته ازادانه تګ راتګ کوي.

نور خبرونه

رادیو