په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د جنوبي کوریا له لوري افغانستان سره د یو میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
دغه پیسې به په افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو د ملاتړ لپاره ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یکشنبې په ورځ ( لړم ۱۴ مه ) پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې دغه پیسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوې دي.
دغه دفتر زیاته کړې، چې جنوبي کوریا له ۲۰۱۳ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۱۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو، چې افغانستان سره له دې چې په نړۍ کې تر ټولو لوی بشري ناورین کې ښکېل دی، په نړۍ کې تر ټولو کمه بودیجه لري.
په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د هرات زلزله ځپلو ته د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۲۶ سلنه برابرې شوې ده.