باوري سرچينې وايي د پاکستاني طالبانو یو قوماندان فضل امين تېره ورځ ناوخته د ننګرهار په بیهسودو ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی.
تر اوسه پورې لا پاکستاني طالبانو په اړه څه نه دي ويلی.
سرچینې زیاتوي، فضل امین چې په اصل کې د خیبر قبایلي ضلعې اوسیدونکی و، هغه د یادې ضلعې په باړه کې د پولیسو پر یوه مرکز او د پېښور په حیات اباد کې په یوه ځانمرګي برید کې لاس درلود.
فضل امین په اصل کې له لشکر اسلام وسلوالې ډلې سره تړاو درلود خو کله ناکله يې له ټي ټي پي او جماعت الدعوه سره یو ځای په ځينو بریدونو کې برخه اخیسته.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په ختيځو او سوېل ختيځو ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو د په نښه کولو خبرونه ورکړل شوي و.
څو میاشتې وړاندې د خوست ولایت په مرکز کې د یوه هوټل دننه یوه زوروره چاودنه شوې وه چې پکې د پاکستاني طالبانو ګڼ شمېر مشران او غړي وژل شوي و، ځینو سرچینو هغه ډرون هوايي برید بللی و او ويل کېدل چې هغه برید پاکستاني پوځ ترسره کړی و خو خپلواکو سرچینو یې پخلی نه و کړی.
پاکستاني طالبان تل د خپلو مشرانو د وژل کېدو په اړه غلی پاتې شوي دي.