د پاکستان پوځ وايي، د پنجاب په میاوله کې یې د هوايي ځواکونو پر روزنیز مرکز د وسلوالو برید شنډ کړی او ۹ وسلوال یې وژلي دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر د شنبې په ورځ یوه بیان کې زیاته کړې چې وسلوالو د شپې ناوخته پر دغه مرکز د برید هڅه وکړه، خو غاښ ماتی ځواب ور کړل شو.
پوځ د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې د وسلوالو برید کې د دوی کار وړ وسایل نه دي زیانمن شوي، یوازې درې له کاره لوېدلې الوتکې زیانمنې شوې دي.
د تحریک جهاد پاکستان په نوم د یوې وسلوالې ډلې ویاند ملا قاسم په یوه بیان کې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د پاکستان پر پوځ پرون هم د بلوچستان په ګوادر کې برید شوی و او چارواکو ومنله چې دغه برید کې ۱۴ سرتېري وژل شوي دی.