پاکستاني چارواکو په لاهور ښار کې د ښوونځيو زدهکوونکو ته امر کړی، چې د سبق پر مهال ماسک واغوندي؛ تر څو د ککړې هوا له ګواښوونکو پایلو خوندي پاتې شي.
د پنجاب ایالت حکومت دا حکم وروسته له هغه صادر کړ، چې سترې محکمې د «ککړې هوا بېړنی حالت» اعلان کړ او له چارواکو یې وغوښتل، چې د روغتیایي ستونزو په کمولو کې د مرستې لپاره ګامونه واخلي.
خصوصي او عامه ښوونځیو کورنیو ته د واټس اپ له لارې د پیغامونو په استولو سره ویلي، چې ماشومان باید د یوې میاشتې لپاره له ماسک سره ښوونځي ته راشي.
د شیکاګو پوهنتون د هوا د کیفیت د ژوند د شاخص د راپور له مخې، په نړۍواله کچه سویلي اسیا تر ټولو ډېره د ککړې هوا له امله ځپل شوې ده.
پاکستان د نړۍ په کچه تر ټولو څلورم ککړ هېواد دی.
په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې د هوا ککړتیا خورا ډېره شوې ده.
لاهور د پاکستان دویم ډېر نفوس لرونکی ښار دی، چې د هند سره ګډه پوله لري.