د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي، په دغه هېود کې به تر هغه د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي چې وروستی ترهګر ووژل او په دې برخه کې ګواښ ختم شي.
انوارالحق کاکړ دا خبرې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې له چاودنې وروسته کړې دي، چې پنځه کسان پکې ووژل او تر شلو ټپیان شول.
ښاغلي کاکړ د دې چاودنې په غندلو سره ویلي چې د قانون پلي کوونکو ادارو په بې شانه قربانیو سره د ترهګرو کرغېړن پلانونه شنډ کړي دی.
د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي هم دا برید غندلی دی او ویلي یې دي چې د امنیتي ادارو او خلکو په همکارۍ به د ترهګري ګواښ ختم شي.
د پاکستاني چارواکو دا غبرګون د ډېره اسماعیل خان په ټانک اډه کې د پولیسو د ګزمې ګاډي ته نږدې په چاودنه پسې دی.
ځايي چارواکي وايي، په دغه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون شل نور ټپیان دي.
لا هم کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو په دغه سیمه کې پخوا د ورته بریدونو پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستې ده.