په دېره اسماعيل خان کې د ټانک اډې ته څېرمه د پوليسو پر موټر د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا د ټانک په اډه کې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي او لومړني معلومات ښيي، چې په برید کې د پولیسو یو موټر په نښه شوی دی.
پوليس وايي، چې د چاودنې له امله د ځاى پر ځاى ولاړ ګڼ شمېر موټرسايکلونو ته هم زيان اوښتى او د پوليسو په ګډون ٢۲ کسان ټپيان شوي دي.
د پوليسو په وينا، ژوبلېدلي کسان يې روغتون ته رسولي دي.
پولیسو په چاودنه کې د ۵ تنو د وژل کېدو پخلی کړی دی.
تر دې مهاله د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.