د عمران خان معالج ډاکټر وایي، په هغه کې د مسمومیت نښې نه لیدل کېږي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۲

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان شخصي معالج ډاکټر فیصل سلطان ویلي، داسې کومه ښکاره نښه نشته چې ګواکې هغه دې مسموم شوی وي.

ډاکټر سلطان دا خبره په اډياله زندان کې له عمران خان سره د ليدنې وروسته رسنیو سره کړې ده.

د عمران معالج ډاکټر خبریالانو ته وویل، چې د هغه روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

هغه زیاته کړه، ښايي پخوا يې د خپلې روغتيا په اړه ځينې اندېښنې څرګندې کړې وې چې اوس ناسمې ختلي.

ښاغلي سلطان وویل، په اوسنيو معايناتو کې داسې نښې نه دي موندل شوي چې هغه دې مسموم شوی وي.

په همدې حال کې د عمران خان وکیل حامد خان رسنیو ته ویلي، چې ګوند او ملاتړي یې ټول د هغه د روغتیا په اړه اندېښمن دي، ځکه چې پر عمران خان تر دې مخکې هم بریدونه شوي دي.

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د نورو سياسي ګوندونو محکوم شوي مشران د رياستي پروټوکول څخه خوند اخلي په داسې حال کې چې د پاکستان تحریک انصاف مشر د تکليف او عدالتي ځورونې سره مخ دی.

تر دې وړاندې په زندان کې د عمران خان د مسمومیت اوازې خپرې شوې وې؛ خو د هغه وکیل شېراز احمد رانجها ویډیويي بیان خپور کړ او په خواله رسنۍ یې خپرې شوې اوازې په کلکه رد کړې.

رانجها واضحه کړه، چې دغه ادعا حقیقت نه لري.

عمران خان دا مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی.
نوموړی تر دې مخکې د اټک په زندان کې بندي و.

عمران خان بيا ادعا وکړه، چې هغه په ناسمو قضيو تورن شوی او ژمنه یې کړې، چې په ټولو کې به بې‌ګناه ثابت شي.

نور خبرونه

رادیو