د پاکستان ټولټاکنې د راتلونکې فبرورۍ په اتمه کېږي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۱

د پاکستان ټاکنو کمېسیون وايي، چې په دغه هېواد کې ټولټاکنې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د دویمې میاشتې په اتمه نېټه کېږي.

د کمېسیون د پنجشنبې ورځې د اعلامیې له مخې؛ د دې ادارې د مشر او د ولسمشر عارف علوي خپلمنځي ناسته کې نن پر همدې نېټه اتفاق شوی دی.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې؛ د سرپرست حکومت په جوړېدو سره په نوي ورځو کې انتخابات کېږي.

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان ټاکلی حکومت د اګسټ پر نهه نېټه ړنګ شو او ځای یې سرپرست حکومت ونیو.

د قانون له مخې پکاره وه چې دا ټاکنې په روانه میلادي میاشت یا نومبر کې شوې وی؛ خو د سرپرست حکومت له جوړېدو سره پر نورو سربېره د پاکستان ولسمشر عارف علوي بیا - بیا ویلي چې په ټاکلې نېټه ټاکنې ناشونې دي.

نور خبرونه

رادیو