له تېرې شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د کورمې ایجنسۍ په پاړه چنار، سده، مقبلو، غوځګړي، ترې منګلو او ورڅېرمه سیمو کې د سنيانو او شعیه مذهبو تر منځ جګړه روانه ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې له دواړو لوريو څه باندې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۵۹ تنه ټپیان دي.
خو ځينې سرچينې د مرګ ژوبلې شمېرې تر دې څو برابره زیاتې ښيي.
ځايي سرچینې وايي چې د روانې جګړې له امله د سنیانو لور ته ۱۹ کسان وژل شوي او د شعیه مذهبو لوري ۸۲ کسان په دې جګړه کې وژل شوي دي.
د جهانزیب خان په مستعار نوم یو قومي مشر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې دغه جګړه لومړی ځل له دې پیل شوې چې د سیمې یوه شعیه اوسېدونکي د اسلام دین ته د یوې ويډیو له لارې سپکاوی کړی و.
هغه وايي له هغه وروسته په سیمه کې د سني مذهب پیروانو له شعیه مذهبو څخه د هغه کس د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو دوی نه دی ورسپارلی، هغه وړاندې وايي: «شعیه ګان باید هغه ملعون موږ ته وسپاري ځکه دغه کس بي بي عایشه رض عنها، حضرت امیرمعاویه او سنیانو ته ګستاخي کړې وه، بیا موږ د دغه کس غوښتنه ترې وکړه خو دوی دغه کس پټ کړو او پلمې يې کولې.»
نوموړی وايي له هغه وروسته د پاړه جنار شیلوزان تنګي سیمه کې چې د شعیه ګانو کلی دی د شګې پر سر د څو تنو شعیه ګانو تر منځ جګړه وشوه چې یو تن ووژل شو او دوه تنه ټپیان شول، «دوی تر خپل منځ په شګې جنګ وکړو سره مړه ژوبل یې کړل، خو خبره يې په دغه سیمه کې په سنیانو ور واړوله چې د خیرالدین درې سني منګلو دغه شعیه ګان ویشتلي، نو شعیه ګانو بیا د شپې پاړه جنار کې د سنیانو د بوشهرې په نوم کلي باندې برید وکړو چې جګړه بیا پسې پراخه شوه.»
جهانزیب خان وايي، «په دغه جګړه کې کارېدونکي درنې وسلې ایرانۍ دي او دغه وسلې تر دغې سیمې په لویو باروړونکو لاریو کې را رسېدلې دي.»
په سیمه کې ځينې کلي هم سوځېدلي چې لا کره شمېر يې نه دی معلوم.
داسې معلومات هم را رسېدلي چې د دواړو لوریو په جګړه کې د پاکستان دوه تنه سرحدي عسکر هم وژل شوي چې د جګړې د مهارولو هڅه يې کوله خو خپلواکو سرچینو دغه خبر نه دی تائید کړی.
د بوشهرې کلی د پاړه چنار په منځ کې پروت دی چې شاوخوا کلي يې ټول شعیه ګان دي او هر وخت چې د سني او شعیه ګانو تر منځ کړکیچ رامنځته کیږي شعیه ګان په دغه کلي ډله ییز برید کوي او شاخوا لارې يې تړي، خوراکي او نور توکي پرې بندوي.
دوه ورځې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي و چې د دوی تر منځ جګړه درېدلې او د کشالې د هواري له پاره جرګې د دواړو لوریو تر منځ جګړه درولې ده خو اوس له سیمې تازه راپورونه ورکړل شوي چې تېره شپه او نن له سهاره تر اوسه پورې په بره کورمه کې جګړه روانه ده.
ځايي سرچينې وايي نن له غرمې مخکې يو ځل بیا جرګه ناسته او هڅه کوي چې دغې جګړه پای ته ورسوي.
د ملک نیاز بادشاه په نوم یو قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وويل چې جرګې په کوزه کورمه (میروکاکا، سده، کوچي، بګهن او علیزائي) کې ډزبندي وکړه او د جګړې له دواړو لوریو ۱۲۰ ميلیونه کلدارې د برمتې په ډول اېښې دي چې که هر چا د جرګې پرېکړه ماته کړه هم يې برمته له لاسه وځي او هم به ځايي حکومت او خلکو ته پړ وبلل شي.
هغه وړاندې وايي: «په بره کورمه (پاړه جنار، ترې منګل، غوځګړي، شیلوزان، بیواټ، کړمان) کې لا هم جګړه روانه ده او موږ هڅه کوو چې په ټوله کورمه کې جګړه ودروو، اوس پاکستانی پوځ، ایف سي او پولیس ځينو مرچو ته ورختلي او په دواړو لورو یې ډزبندي کړې او ورته ویلي يې دي چې هر خبره د جرګې له لارې حل کړي.»
خو د ملک نیازبادشاه په خبره چې په بره کورمه کې لاهم جګړه روانه ده، «د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله کیږي په سیمه کې يې عادي ژوند له ګواښ سره مخ کړی، لارې بندې دي، ټپیان په کورونو کې پراته دي او خلک د ضرورت وړ توکو له نشت سره مخ دي.»
د هغه په خبره چې پاکستاني امنیتي ځواکونه او قومي جرګه هڅه کوي دغه جګړه په ټوله کورمه کې ودروي او دغه کشاله د جرګې له لارې ودروي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو هم ویلي چې د جګړې د درېدلو هڅې يې روانې دي او تر ډیره بريده په دې توانيدلي چې جګړه مهار کړي او خلک له مورچو راکوز کړي.
له کلونو راهیسې د شیعه او سني پښتنو تر منځ په کورمه کې په یوه او بله پلمه خونړۍ جګړې کېږي او جګړې په کې هغه وخت ډیر زور اخلي چې په پاکستان کې سیاسي ناندرۍ او یا کومه بله بې ثباتي روانه وي. کورمه ایجنسۍ چې په نوي بدلون کې په دریو برخو (بره کورمه، منځنۍ او کوزه کورمه ) وېشل شوې له پکتیا او خوست سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده چې وخت نا وخت پکې د شعیه او سني د شخړو او ناندریو راپورنه ورکړل شوي دي.
په ۱۹۹۶ میلادي کال کې هم په پاړه چنار کې د دواړو لورو تر منځ سخته جګړه شوې وه او ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي و.