اروپايي ټولنې د جبالیا پر کمپ د اسراییل هوايي برید خواشینونکی بللی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۰

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل د اسراییلي پوځ له خوا د جبالیا د کډوالو پر کمپ د بمبارۍ له امله خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې باید د ملکي وګړو ژوند ته پام وشي.

که څه هم اروپايي ټولنه د اسراییل ملاتړ کوي؛ خو دغه جګپوړي اروپايي چارواکي اسراييل ته خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو بشري قوانينو او د ملکيانو حقونو ته دې درناوی وکړي.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د اروپایي اتحادیې د روښانه دریځ له مخې؛ اسراییل حق لري چې د نړۍوال بشردوستانه قانون سره سم له ځانه دفاع وکړي؛ خو د ټولو ملکي وګړو خوندیتوب باید تضمین کړي.

د سې شنبې په ورځ د غزې په شمال کې د جبالیا د کډوالو پر کمپ د اسراییل د هوايي ځواک له لوري بمباري وشوه، چې پکې لسګونه فلسطینیان ووژل شول.

د اسراییل پوځ د دغه برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې پر اسراییل د حماس د لومړي برید یو مشر یې په دغه بمبار کې وژلی دی.

په روغتون کې په اخیستل شویو عکسونو کې لږ تر لږه ۴۷ جسدونه لیدل کېږي، چې د کمپ په انګړ کې پر ځمکه پراته دي او ځینې یې له خټو څخه را ویستل شوي؛ خو د قربانیانو شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي.

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت، چې لا هم د حماس لخوا اداره کیږي، د لومړنیو مړو شمېر لږ تر لږه 50 ښودلی دی.

نور خبرونه

رادیو