سوریې د ۱.۵ مېليارده ډالرو په ارزښت د ګرځندوی اړوند د پانګونې تړونونه لاسليک کړل

۲ ساعتونه مخکې

د سوریې د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ګرځندوی وزير مازن الصالحي د پنجشنبې په ورځ وويل، چې د ګرځندوی د ملاتړ لپاره یې د ۱.۵مېليارده ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسليک کړي دي.

الصالحي زياته کړه، چې د پانګونو ټول ارزښت، د مستقيمو تړونونو او د هوکړو يادښتونو له لارې شاوخوا ۱.۵ ميليارد ډالرو ته رسېږي. د دغه پروژو په چوکاټ کې د شته تاسيساتو پراختيا، د هوټلونو، رسټورانټونو، تفريحي ښارونو جوړېدل او د تاريخي سيمو بيا رغونه شامله ده.

ياده دې وي، چې سوريې په اګست مياشت کې د ۱۴ مېليارد ډالرو په ارزښت ۱۲ د پانګونې تړونونه هم لاسليک کړي وو، چې په‌کې د زېربنا، ټرانسپورت او جایدادونو پروژې شاملې وې. د دغه پروژو موخه د جګړې له امله د زيانمن شوي اقتصاد بېرته ژوندي کول دي.

نور خبرونه

رادیو