د کاناډا پوسټ کارکوونکو ټولنې په وینا؛ د پنجشنبې په ورځ یې کارکوونکو په ټول هېواد کې وروسته له هغې اعتراضونه پیل کړل، چې حکومت له دغه ادارې د مالي پیاوړتیا او د عملیاتو په عصري کولو کې د پراخو بدلونونو غوښتنه وکړه.
یادې ټولنې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «د حکومت لهخوا زموږ پر پوستي خدمتونو او کارکوونکو د برید په غبرګون کې، له همدا اوس څخه د کاناډا پوسټ ټول غړي په هېواد کې اعتصاب پیلوي.»