د خیبر پښتونخوا د کرمې په اېجنسۍ کې له تېرو لسو ورځو خونړیو نښتو وروسته، سني او شیعه مذهبي ډلو په خپلو کې روغې جوړې ته غاړه کېښوده.
د دغو نښتو په ترڅ کې د دواړو خواوو څخه ۳۹ کسه وژل شوي او نږدې پنځوس تنه نور ټپیان شوي وو.
له دغو نښتو وروسته په یوې قومي جرګه کې پرېکړه وشوه، چې هلته به د دواړو غاړو لهخوا تړلې شوې لارې بېرته پرانیستل کېږي او د دواړو غاړو څخه به داسې یو پلاوی ټاکل کېږي چې د اوربند پر دوام څارنه وکړي.
دا رنګه جرکې پرېکړه وکړه، چې د دواړو غاړو وسلهوال دې د لارو پر سر مورچلې خوشې کړي او دغه مورچلې دې د قانون پلي کوونکو ته وسپاري.
په جرګه کې ټولو برخهوالو هوکړه وکړه، چې د جرګې پرېکړو ته به غاړه ږدي او سرغړوونکو ته به د جرګې د اصولو سره سمه سزا ورکړل کېږي.
ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دغې جرګې له جوړېدو وروسته تېره شپه په سیمه کې ارامي وه او د ډزو اوازونه نه دي اورېدل شوي.
د خیبر پښتونخوا په کرمه اجنسۍ کې دا لومړی ځل نه دی، چې د شیعه او سني مذهبي ډلو تر منځ نښتې کېږي، دغلته تل د دواړو مذهبي ډلو لهخوا له تاوتریخوالي ډکې نښتې شوې، چې دواړو غاړو ته په کې درنه مرګ زوبله هم اوښنې ده؛ خو د دغو تاوتریخجنو نښتو لړۍ هغه وخت لا پسې ګرمه شي، چې د محرم شپې ورځې رانږدې شي.