د ملګرو ملتونو په ځواب کې پاکستان وايي چې ټول بې اسناده بهرنیان به له خپلې خاورې باسي

AP ۱۴۰۲ لړم ۹

د ملګرو ملتونو د پرله پسې غوښتنو سره، سره چې د افغان کډوالو د شړلو بهير دې ودرول شي، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې ټول «ناقانونه» کډوال به د ملیت پام کې نیولو پرته، له پاکستانه اېستل کیږي.
دغه وزارت ویلي چې د دوی اېستل د نړیوالو قوانینو سره سم روان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو په پرېکړه کلک ولاړ دی، د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزې په حل کې له پاکستان سره همکاري وکړي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پاکستان حکومت ۱.۷ میلیونه کډوالو ته چې «د اوسېدو اسناد نه لري» د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې وخت ورکړی و چې له دغه هیواده ووځي. او همدارنګه خبرداری یې ورکړی چې که و نه وځي دغه کډوال به ونیول شي او و به شړل شي.
د پاکستان حکومت دغه پرېکړه له نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده. تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان موقت لومړي وزیر ته په یوه پرانیستي لیک کې له هغه غوښتي وو چې د کډوالو په ځانګړې توګه له اسنادو پرته د افغانانو د جبري اېستلو پرېکړه دې بېرته واخلي.
د دې ترڅنګ د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم په دې وروستیو کې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتي چې د «افغان کډوالو ډله ییز او په زور ایستل بند کړي.»
دغه سازمان ویلي، چې د پاکستان دغه پرېکړه به په پاکستان کې مېشت سلګونه زره بې اسناده افغان کډوال اغېزمن کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، که افغان کډوال وشړل شي، نو دوی به له بشري حقونو څخه د سرغړونې له جدي ګواښ سره مخ شي، چې په دې کې خپلسري نیول، صحرايي محکمې، ربړونې او ظالمانه چلند شامل دي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (لړم ۸مه) په یوه بیان کې وویل چې د کډوالو د ایستلو پرېکړه د پاکستان له کورنیو قوانینو او نړیوالو اصولو سره برابره ده.
دغه وزارت ویلي چې ټول هغه بهرني اتباع چې په قانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي نه اېستل کیږي.
تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و، چې په لومړي پړاو کې به له قانوني اسنادو پرته کډوال شړل کېږي او په راتلونکو پړاوونو کې به په ملګرو ملتونو کې ثبت شوي کډوال او د پاکستان حکومت د ثبت سند (پي او آر) کارتونه هم ولري. اېستل کیږي.
تر دې مخکې د پاکستان حکومت ډاډ ورکړی و چې په ملګرو ملتونو کې ثبت شوي کډوال به نه اېستل کيږي.

نور خبرونه

رادیو