راپورونه ښيي چې پر غزې د اسرايیل د بریدونو له پیل راهیسې ۳۴ خبریالان وژل شوي دي.
د اناتولي خبري آژانس د فلسطین د روغتیا وزارت د یوې وینا پاڼې په حواله، دغه موضوع د اکټوبر په ۲۹ نیټه له رسنیو سره شریکه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د اکټوبر په ۲۵مه د نصیرات د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور د اسراییل په برید کې د الجزیرې خبریال وایل الدحدوح د خپلې مېرمنې او ماشومانو په ګډون د کورنۍ غړي له لاسه ورکړل.
په راپور کې دا همداراز ویل شوي، چې د اسراییل او لبنان په پوله د نښتو له امله یو لبناني خبریال هم د اسراییلي ځواکونو د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.
فرانسې او امریکا د یکشنبې په ورځ د اسرايیلو له حکومته وغوښتل چې د فلسطینیانو پر ضد د میشت ځایونو له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.
فرانسې دغه تاوتریخوالی د نه منلو وړ بللی او امریکا هم ټینګار کړی چې اسراییل د خپلو اشغال شویو سیمو په ګډون د میشتو فلسطینیانو د ژوند د ساتنې مسوولیت لري.
د یادولو وړ ده چې د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، په غزه کې تر اوسه پورې څه باندې اته زره تنه وژل شوي دي.
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي و چې، اسراییل باید په خپلو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه په وحشتناکه توګه روانه ده او غبرګونونه یې هم راپارولي دي.