د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې ویلي، چې نړۍوالې ټولنې له دوی څخه همېشه یوه طرفه غوښتنې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه لیدنه نن یکشنبه (د لړم ۷مه) په ترکیې کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې غونډه کې امیر خان متقي ویلي؛ نړۍواله ټولنه د دې پر ځای چې د طالبانو د ښو کړنو ستاینه وکړي، همېشه یې یو طرفه غوښتنې کړي دي.
متقي ویلي، چې نړۍوالې ټولنې په یو شمېر شعاري مسایلو د افغانستان شتمني کنګل کړې او بندیزونه یې پرې لګولې، چې دا چاره د رغنده تعامل خنډ ګرځي.
هغه پر نړۍوالې ټولنې یو ځل بیا غږ کړی، چې له دوی سره دې تعامل وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکي، چې سینیرلي اوغلو د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی؛ خو تر اوسه ښاغلي اوغلو د دغې لیدنې او دا ډول خبرو په باب څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو را وروسته دغې ډلې پر ښځو بېلابېل بندیزونه ولګول، د ښوونځیو او پوهنتونونو په ګډون یې مېرمنې له کاره منع کړې او د یو شمېر بشري سازمانونو د راپورونو له مخې؛ د دغې ډلې په واک ته رسېدو سره په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ دغې ډلې د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر کارکوونکي نیولي، شکنجه کړي او حتا وژلي یې دي.
نړۍوالې ټولنې پر طالبانو بار – بار د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او ښځو ته د هغوی د حقونو د ورکړې غږ کړی؛ خو طالبانو بیا دا چاره خپله داخلي مساله ګڼلې ده.