د جمعې په ورځ په کرمه کې د دوو مذهبي ډلو تر منځ وسلهواله نښته کې اووه کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبلېدلي دي.
سیمهییز چارواکي او قومي مخور وايي، چې د حالاتو د کابو کولو لپاره هڅې روانې دي.
د دواړو خواوو ترمنځ دغه نښتې له هغې وروسته پیل شوې، چې څو ورځې وړاندې په خواله رسنیو کې د یوې جنجالي ویډیو له خپرېدو وروسته په خلکو کې قهر او غوسه راوپارېده او په وسلهوالو نښتو بدله شوه.
تر دې مهاله دواړو غاړو ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د د ې ترڅنګ چارواکي وایي، چې د جمعې په ورځ په بوشهره سیمه کې د دوو وسلهوالو ډلو ترمنځ په نښتو کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور په خار کلی او بلیچ خېلو سیمو کې وژل شوي، او یو شمېر نور ټپیان شوي هم دي.
چارواکي وايي، لږ تر لږه ۲۳ کسان په دغې څلور ورځنۍ وسلهواله جګړه کې ټپیان شوي دي.