د خیبر پښتونخوا په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي لړۍ لا هم روانه ده

AP ۱۴۰۲ لړم ۶

پرون هم د تېرا او سویلي وزیرستان په سیمو کې د پاکستاني پوځ او وسله‌والو ډلو تر منځ نښتې شوې، چې له امله یې یو وسله‌وال او دوه تنه پولیس وژل شوي دي.

د خېبر د تېرا په عام نومې سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پولیسو چاڼیز عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې یو وسله‌وال وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي او پولیسو په ټپي حالت کې نیولي دي.

دا رنګه په يوه بله پيښه کې د سوېلي وزيرستان په سروکۍ سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي دي.


د سرتېرو نومونه بنارس خان او عبدالکریم ښودل شوي، چې د دواړه د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي او عمرونه یې ۲۳ کاله وو.

نور خبرونه

رادیو