د دوو اونیو په ترڅ کې د پي‌ای‌اې شرکت ۳۴۹ الوتنې لغوه شوې دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د پاکستان پي‌ای‌اې شرکت د تېلو د کمښت له امله په تېرو دوو اونیو کې ۳۴۹ الوتنې لغوه کړې دي.

وروسته له هغه چې د پاکستان دولتي تېلو په پي‌ای‌اې شرکت اکمالات کم کړل، له دوو اونیو راهیسې دغه شرکت په خپل تاریخ کې «تر ټولو سخت کړکېچ» سره مخامخ دی.

په داسې حال کې، چې د دوو اونیو وروسته لاهم دغه کړکېچ نه دی هوار شوی.

د پي‌ای‌اې ویاند ویلي، چې کاناډا، ترکیې، چین، مالیزیا او سعودي عربستان ته د الوتنو د لومړیتوب ورکولو لپاره یو پلان جوړ شوی دی.

د الوتنو لغوه کېدو سره زرګونه مساپر له ستونزو سره مخامخ شوي دي.


د رویټرز په لیکنه، دغه کړکېج په داسې مهال رامنځته شوی چې حکومت په جون میاشت کې د دغه هوایي شرکت د خصوصي کولو خبره کړې وه.

نور خبرونه

رادیو