دغه ښوونکي چې د یوسف اباد په سیمه یوه کوچني ښارګوټي کې یې يوه کوچنۍ هټۍ لرله، هم هلته په نښه شوی او وسلهوال له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
په سیمه کې پولیس وایي، د پېښې د عاملینو په اړه یې لټون پيل کړی او پېښه د دوی لهخوا پلټل کېږي.
بله غاړه د اسلامي دولت خراسان نومې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه برید پړه منلې او نور جزیيات یې نه دي خپاره کړي.
باجوړ د خیبر پښتونخوا هغه سیمه ده، چې د افغانستان د کونړ ولایت سره ګډه پوله لري او ډېر ځله ترینه د تاوتریخوالي رپوټونه خپرېږي.
همدغه څو میاشتې وړاندې هم هلته د مولانا فضل الرحمن په جمعیت العلمای اسلام ډلې پر یوې غونډې ځانمرګی برید شوی و، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
له هغې وروسته شاوخوا څو اوونۍ وړاندې هم د باجوړ په یوه ښوونځي کې د یوې چاودنې له امله یو شمېر زدهکوونکي ژوبلېدلي وو.