د پاکستان محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ضمانت غوښتنه رد کړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د اسلام اباد سترې محکمې د جمعې په ورځ د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان هغه غوښتنلیکونه رد کړل، چې له مخې یې د حکومت د رسمي رازونو د افشا کولو په اړه د قضیې لغوه کولو او د ضمانت غوښتنه کړې وه.

محکمې روانه اونۍ کې خان او د هغه مرستیال شاه محمود قریشي په تېر کال کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د رسمي رازونو په افشا کولو تورن کړل.

عمران خان ویلي و، چې امریکا مسکو ته د هغه له سفر وروسته له پاکستانه د هغه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
خان خپل سیاسي سیالان او د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوید باجوه د هغه د لرې کولو په برخه کې له واشنګټن سره په همکارۍ تورن کړل.


د ښاغلي خان د حقوقي ډلې غړي شعیب شاهین ویلي:« د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان د ضمانت لغوه کولو لپاره زموږ غوښتنه رد کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې همدا روانه اونۍ محکمې د پاکستان د بل پخواني لومړي وزیر نوازشریف ضمانت ومانه.

خان د اګست له پنځمې راهیسې له هغه وروسته په زندان کې دی، چې په یوه جلا قضیه کې د دولتي ډالیو په پلور محکوم شو.
نوموړی په لومړي سر کې په اټک زندان کې ساتل کېده؛ خو وروسته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.

نور خبرونه

رادیو