په غزه کې د الجزیرې دفتر د مشر د کورنۍ څلور غړي د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۴

په غزه کې د اسراییل د هوایي برید په پایله کې د الجزیرې د عربي څانګې د مشر وايل الدحدوح مېرمن، زوی، لور او لمسی وژل شوي دي.
الجزیرې ویلي چې د الدحدوح د کورنۍ د غړو د اوسېدو ځای د غزې په مرکز کې په نښه شوی، دا هغه ځای دی چې دوی له بمبارۍ څخه د تېښتې له پاره پناه پکې اخیستې وه.

وایل الدحدوح ویلي چې، «اسراییل ماشومان، ښځې او ملکي وګړي په قصدي توګه په نښه کوي.»
د الجزیرې له خوا خپاره شوي انځورونه ښیي چې نوموړی په دیر البلاح کې د الاقصی شهیدانو روغتون ته د خپلې وژل شوې میرمنې، زوی، لور او د لمسي د جسدونو لېدو ته ورځي.
الدحدوح له روغتون څخه د وتلو پرمهال الجزیرې ته وویل: «هغه څه چې پیښ شوي روښانه دي."دا په ماشومانو، ښځو او ملکي وګړو د هدفي بریدونو لړۍ ده." ما یوازې له یرموک څخه د داسې برید په اړه راپور ورکړی و، او اسراییلي بریدونو د نصیرات په ګډون ډېرې سیمې په نښه کړې دي.»الجزیرې ویلي چې په غزه کې د خپلو همکارانو د خوندیتوب په اړه ژوره اندېښنه لري او اسراییلي چارواکي د دوی د خوندیتوب مسؤول ګڼي.
دغې شبکې همداراز زیاته کړه: «په غزه کې د ولسي خلکو بې توپیره په نښه کول او وژل چې په پایله کې یې د وائل الدحدوح کورنۍ او بې شمیره نورو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکه غندي.»

الجزیرې هم پر ولسي وګړو د بریدونو د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې د مداخلې غوښتنه کړې ده.

د غزې د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسرائیلو په هوايي او توپچي بریدونو کې د ۲۷۰۴ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶۵۴۶ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۷۰۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې دغه وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰۰ ماشومانو په ګډون ۷۵۶ کسان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو