جنرال عاصم ملک د ای ایس ای د مشر په توګه خپلې دندې ته ادامه ور کوي

۵ ساعتونه مخکې

دپاکستان امنیتي سرچینو ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې جنرال محمد عاصم ملک د دغه هېواد د استخباراتي ادارې ای ایس ای د مشر په توګه خپلې دندې ته دوام ور کوي.

عاصم ملک د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر میاشت کې د ای ایس ای مشر ټاکل شوی و او سږ کال تقاعد کېده.

د پاکستان اېکسپریس ټربیون رسنۍ نن دوشنبه، د تلې ۱۴مه، ددغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې جنرال عاصم ملک به خپلې اوسنۍ دندې ته دوام ورکوي.

ملک د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې د جنرال ندیم انجم پر ځای د ای ایس ای مشر وټاکل شو.

د هغه ګومارنه د پاکستان دولتي ټلویزیون (پي ټي وي) له خوا اعلان شوه، په داسې حال کې چې دا ډول لوړ پوړې ګومارنې له دې وړاندې د لومړي وزیر دفتر یا د پوځ د رسنیو څانګې اعلانولې.

له دې وړاندې د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر د کار موده هم دویمې دورې ته غځېدلې ده.

نور خبرونه

رادیو