د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د مالیزیا د صدراعظم انور ابراهیم د دې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې به یې مالیزیا له پاکستان نه د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت حلاله غوښه واردوي.
شریف دا څرګندونې په پوتراجایا کې له خپل مالیزیایي سیال سره له دوه اړخیزو خبرو وروسته وکړې.
شهباز شریف، چې پرون په رسمي سفر مالیزیا ته رسېدلی و، پر ایکس ولیکل، « نن مې په پوتراجایا کې له خپل عزیز ورور صدراعظم انور ابراهیم سره خورا ګټورې خبرې وکړې. موږ د دواړو هېوادونو د تاریخي ملګرتیا د لا پیاوړتیا لپاره د سوداګرۍ، پانګونې، اقلیم، دفاع، تعلیم او سیاحت په برخو کې پراخ بث وکړ».
هغه زیاته کړه چې دواړو د منځني ختیځ او جنوبي اسیا د اوسني وضعیت په ګډون د سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هم ژور بحث وکړ.
د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم له پاکستان سره د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو د پراختیا ژمنه کړې ده.
نوموړي د مالیزیا صدراعظم د دوشنبې په ورځ په کوالالمپور کې د پاکستان-مالیزیا سوداګرۍ او پانګونې کنفرانس ته وویل چې دوی به د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د خصوصي سکتور او تصدیو ملاتړ وکړي.